د مهاجرینو او کډوالو پروړاندې کلامي تاوتریخوالی

په آلماني اداراتو کې د مهاجرینو او کډوالو په وړاندې کلامي تاوتریخوالی، هغه پروژه ده چې په فریدریش الکساند ایرلانګن-نورنبرګ پوهنتون کی د مهاجرینو تجربي څیړي. د طب، ژبی پیژندوکي او سیاست له منظر څخه، دغه پروژه د دریو پوښتنو په لټه کې ده: الف) کوم ساختاری شرایط د مهاجرینو او کډوالو په وړاندې د تاوتریخوالي سبب ګرځي؟ ب) د کلامي تاوتریخوالي عاملین او اهداف څوک دي؟ ج) څنګه کولای شو چې په دغه برخه کې بدلون را مینځ ته کړو؟

 

د کلامي تاوتریخوالي د زمینې برابرولو درک او ساختاري جوړښت چې روانی صحت ته زیان رسوی، د دغه پروژې کلي اهداف جوړوي. په پای کې به ددغه پروژې له نتایجو او د مربوطه بنسټونو له مرستې سره سم، د عملي ګامونو لپاره ( د اداراتو او مهاجرینو ترمینځ پوهاوی) سپارښتنې وړاندې شي.